د عدلیې وزارت نظارت لاندې د «خیریه بنسټونو د اتحادیې» مدیره هیئت ټاکلو په منظور ناسته جوړیدل
د خیریه بنسټونو د اتحادیې د رئیس او مدیره هیئت د تعیین په منظور د یادې اتحادیې د ټاکنو پروسه د یوې ناستې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست تر نظارت لاندې په کابل «د یولرنا مسلکې انستېتوت» کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د روژې د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رئیس او د خیریه بنسټونو استازو ګډون درلود.
په یاده غوڼده کې د عدلیې وزارت هيئت، د خيریه بنسټونو ترمنځ د اتحادیې رامنځته کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د دغو بنسټونو ترمنځ یې په لا زياتو همغږیو ټينګار وکړ.
په یاده غونډه کې د خيريه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدو، بې وزلو او مستحقينو خلکو ته د مرستو د منظم ويش په موخه د خيريه بنسټونو د اتحادیې رئيس او مدیره هیئت د ټاکنو په ترڅ کې وټاکل شوو.
د یادې پروسې په ترڅ کې، جاوید ابراهیمي د اتحادیې د رئیس په حیث او د دریو نورو خیریه بنسټونو مسؤولین د خیریه بنسټونو د اتحادیې د مرستیالانو او منشي په توګه وټاکل شوو.