د تابعیت پریښودل او د تابعیت ترلاسه کول

murtaza_admin

د تابعیت د پریښودلو پروسه:

  • ­د تابعیت پریښودل د قانون د حکمونو په حدودو کې د شخص د لیکل شوي غوښتنې پر بنسټ صورت مومي. (غوښتونکی د خپل افغاني تابعیت د پریښودلو غوښتنلیک په متبوع هېواد کې د افغانستان سفارت یا دایمي نمایندګیو ته وړاندې کوي. او د اړتیا وړ سندونه بشپړوي)
  • په متبوع هېواد کې د افغانستان له سفارت او یا نمایندګۍ څخه د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو د چارو معاونیت - د قونسلي چارو ریاست ته د لیک لیږل.
  • د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت څخه د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست ته د سندونو لېږل چې په لېږل شوو سندونو کې د غوښتنلیک اصل، د تابعیت د پریښودلو درې ډک شوي فورمونه، د تذکرې کاپي، د عدم مسؤلیت فورم، د ګوتې د نښې دوه اصلي پاڼې.
  • سندونه ( د بهرنیو چارو وزارت د لیک کاپي، د غوښتونکي د غوښتنلیک کاپي، د ګوتې د نښې د اصل دوه پاڼې او د فورم د اصل یوه پاڼه، د تذکرې کاپي، د عدم مسوولیت فورم او د شتون په صورت کې د پاسپورت کاپي) د احصايې ملي ادارې او د سندونو یوه بشپړه کاپي د ماليې وزارت د ګمرکاتو د عوایدو لوی ریاست او د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست ته لېږل کېږي.
  • د افغانستان اسلامي امارت د احصايې له ملي ادارې، د ماليې له وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او د بهرنیو چارو له وزارت څخه د لیکونو ترلاسه کول.
  • په هراړخیزه توګه د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو په کمېسیون کې د دوسيې هر اړخیزه بررسي ( کمېسیون د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د مسلکي معین او د بهرنیو چارو وزارت، سترې محکمې د استخباراتو لوی ریاست او د احصايې او معلوماتو ادارې د استازو په غړیتوب) جوړیږي.
  • د افغانستان د اسلامي امارت دولت د چارو د ادارې لوی ریاست ته د تابعیت په پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو د کمېسیون د مصوبو  استول او د افغانستان اسلامي امارت دولت د کابینې په غونډو کې تصویب.
  • د رئیس الوزرا د منظورۍ اخیستل.
  • عدليې وزارت ته د حکم استول.
  • د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ته د لیک او د حکم د کاپي لېږل.
  • د غوښتونکي متبوع هېواد ته د افغانستان سفارت او دایمي نمایندګۍ ته د حکم لېږل.

د تابعیت د ترلاسه کولو پروسه:

  • د افغانستان د تابعیت ترلاسه کولو په غرض په متبوع هېواد کې غوښتونکي د افغانستان له سفارت او یا نمایندګۍ او یا د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزارت څخه د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتنه.
  • د افغانستان په سفارت او یا نمایندګۍ کې د سندونو بشپړول (د تابعیت د ترلاسه کولو د فورم د دریو پاڼو ډکول، د لاس د دواړو ارغوو د لګول شوو ګوتو دوه اصلونو، د نکاح خط او یا د زوجیت خط کاپي، له افغان زوجینو څخه د یوه د تابعیت د تذکرو د ټولو مخونو کاپي، د غوښتونکي د پاسپورت او افغانستان ته د هغه د ورودي ویزو کاپي، په افغانستان کې په پرله پسې توګه له پنځو کلونو څخه پورته د استوګنې سندونه،  د استوګنې د سندونو کاپي، غوښتونکي د متبوع هېواد ښاري کارت او د جرم عدم مسوولیت سند)
  • د بهرنیو چارو وزارت - د بهرنیو چارو ریاست ته د سندونو لېږل.
  • د بهرنیو چارو وزارت - د قونسلي چارو ریاست له لارې د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت بهرنیو اړیکو ریاست ته د سندونو لېږل ( د تابعیت د پریښودلو او ترلاسه کولو پورې د اړوندو چارو د کمېسیون د جوړولو مسوول)
  • د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست ترلاسه شوي سندونه د معلوماتو د وړاندې کولو په غرض د احصايې ملي ادارې او د استخباراتو لوی ریاست ته لېږي.
  • د احصايې له ملي ادارې څخه د تائیدي او د استخباراتو د لوی ریاست د معلوماتو له ترلاسه کولو څخه وروسته، دوسیه د بررسۍ په غرض د تابعیت په پریښودلو او تر لاسه کولو پورې د اړوندو چارو کمېسیون ته راجع کېږي.
  • د افغانستان د اسلامي امارت د دولت د چارو د ادارې محترم لوی ریاست ته د مصوبې لېږل.
  • د رئیس الوزرا په واسطه د تابعیت ترلاسه کولو د فرمان صادرول.
  • د افغانستان د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره د عدليې وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د احصايې ملي ادارې او د استخباراتو لوی ریاست ته د لازمو اجراآتو په غرض د فرمان تکثیر.
  • په دې اساس د غوښتونکي د افغاني تابعیت د پریښودلو او ترلاسه کولو پروسه پای ته ورسېږي.

خورا ډیر کارول شوي خدمتونه