د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۴۵
.

 د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي  عبدالرازق مرزوقی او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو مطابق جوړول، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۴
Background image

د دفاع وکالت د څلورمې دورې ورودي ازموینه د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون سره واخیستل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د څلورمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د کابو ۵۰۰ تنو غوښتونکو په ګډون سره د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۵۸
Background image

د نيمروز ولایت د عدلیې رئيس د چهاربرجک ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

 د نيمروز ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل او له هغه سره مل پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت چهاربرجک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له یو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شعبان د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي  عبدالرازق مرزوقی او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

BACK TO NEWS