د نيمروز ولایت د عدلیې رئيس د چهاربرجک ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

د نيمروز ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل او له هغه سره مل پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۹مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د یاد ولایت چهاربرجک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له یو شمېر سیمه ییزو مسؤولينو سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې د نيمروز ولایت د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د امارت قضایاو د مدیريتونو د موخو په اړه یې له هغوی سره معلومات شريک کړل.
همدارنګه په دې سفر کې د عدلیې رئيس د چهاربرجک ولسوالۍ د امارت د قضاياو له عمومي مديریت څخه هم ليدنه وکړه، د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه مسؤولينو ته يې لازمې توصیې وکړې او د هغوی ستونزې یې هم واورېدې.
د نيمروز ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو لهمنځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو د امارت د قضاياو له مدیريتونو او له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.