د نيمروز ولایت د عدلیې رئيس د چهاربرجک ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
Sat, Feb 22 2025 1:58 PM
.

 د نيمروز ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالوارث خليل او له هغه سره مل پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت چهاربرجک ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له یو شمېر سیمه ییزو مسؤولينو سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې د نيمروز ولایت د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د امارت قضایاو د مدیريتونو د موخو په اړه یې له هغوی سره معلومات شريک کړل.
همدارنګه په دې سفر کې د عدلیې رئيس د چهاربرجک ولسوالۍ د امارت د قضاياو له عمومي مديریت څخه هم ليدنه وکړه، د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه مسؤولينو ته يې لازمې توصیې وکړې او د هغوی ستونزې یې هم واورېدې.
د نيمروز ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو د امارت د قضاياو له مدیريتونو او له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS