د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست مرکزي او ولایتي آمرینو او کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرینو او ولایتي کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزې برنامې چې په مرکز کې ترسره شوې د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېدې.
د یادو برنامو د پای په مراسمو کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس، محترم مفتي احمدضیا خبیب وینا وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي نظام د ډېرو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی، په دې اساس کارکوونکي باید په خپلو دندو کې بشپړ اخلاص، صداقت او مسئولیت پذيري غوره کړي، اصول او مقررات مراعات کړي او د خلکو د حقونو په تامین کې هڅه وکړي. دغه راز نوموړي د برنامو د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.
بلخوا په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، محترم مولوي سعیدالرحمن سعید هم د زدهکړه ییزو برنامو د ارزښت، شریعت ته د پابندۍ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.
په دې برنامه کې چې څلور زدهکړه ییزې برنامې د ۴ اونیو په اوږدو کې په پرله پسې ډول ترسره شوې، د حقوقي مرستو د ریاست ۱۵۲ تنو مرکزي او ولایتي آمرینو او د ولایتي آمریتونو کارکوونکو ګډون کړی وو او په ترڅ کې یې هغوی ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه او حکمونه تشریح شول او همدارنګه د عامه پوهاوي د مبلغینو د دندو او مسئولیتونو، د وزارتونو او ادارو ترمنځ د حقوقي پوهاوي د برنامو د همغږۍ او د تطبیق بهیر، «په اسلامي شریعت کې د ښځو حقونه» رساله او د اداري مراسلاتو په اړه زدهکړې ورکړل شوې.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظمه او دوامداره توګه زدهکړهییزې برنامې جوړوي.
