په جوزجان ولایت کې د کابو ۲۷۰ جریبه ځمکو دوسیې تر بررسۍ لاندې ونیول شوې

barekzai_admin
Wed, Nov 19 2025 1:31 PM
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۵نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې په منګجک ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲۳ جریبه ځمکې، د خانقاه ولسوالۍ په قليچ آباد کلي کې د ۱۱۸ جریبه ځمکې، د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په ککرتک جر جګدلک کلي کې د څه باندې ۱۴ جریبه ځمکې او د یاد ولایت د آقچې ولسوالۍ په جزه کلي کې د څه باندې ۱۲ جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیو په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او په راتلونکې ناسته کې دې معلومات یې شريک شي.
همدارنګه په دې ناسته د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS