د سرپل په سید آباد ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیعالاخر د مياشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شویو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د سيداباد ولسوالۍ ځينو ساحو ته ولاړ او ځینې ځمکې یې له نږدې بررسي کړې.
تخنيکي هيئت د دغې بررسۍ په ترڅ کې د سیدآباد ولسوالۍ په چاکران ساحه کې پر یو زرو شپږ سوه دري شپېته (۱۶۶۳) جریبه امارتي ځمکې او په مغل جر ساحه کې د څه باندې دوه سوه دري څلوېښت (۲۴۳) جریبه امارتي ځمکې د یو شمېر نويو تصرفاتو مخه ونيوله او د یادو ځمکو پر متصرفينو یې ټینګار وکړ چې له نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه تخنيکي هيئت پرېکړه وکړه چې د يادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او دوسیه یې د وروستني پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.