د سرپل په سید آباد ولسوالۍ کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وشو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۵:۱۳
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع‌الاخر د مياشتې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شویو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د سيداباد ولسوالۍ ځينو ساحو ته ولاړ او ځینې ځمکې یې له نږدې بررسي کړې.
تخنيکي هيئت د دغې بررسۍ په ترڅ کې د سیدآباد ولسوالۍ په چاکران ساحه کې پر یو زرو شپږ سوه دري شپېته (۱۶۶۳) جریبه امارتي ځمکې او په مغل جر ساحه کې د څه باندې دوه سوه دري څلوېښت (۲۴۳) جریبه امارتي ځمکې د یو شمېر نويو تصرفاتو مخه ونيوله او د یادو ځمکو پر متصرفينو یې ټینګار وکړ چې له نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه تخنيکي هيئت پرېکړه وکړه چې د يادې ځمکې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره شي او دوسیه یې د وروستني پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS