کندز کې له ۱۹ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Wed, Apr 23 2025 10:15 AM
.

 د کندز ولایت د عدلیې رياست او د مستوفیت رياست ګډ نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندز ښار اړوند له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. 
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د موټر پلورنځيو مالياتي تصفیې اسناد، د فعاليت جوازونه، رسمي سټې او نور اړين سندونه بررسي کړل.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، یو موټر پلورنځی د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شو او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS