په جوزجان ولایت کې د کابو ۱۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
Mon, Mar 10 2025 11:36 AM
.

 د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د روژې د مياشتې په ۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنیکی هیئت په دې ناسته کې، د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ اړوند په کوکلداش کلي کې د څه باندې نهه سوه نهه نوي (۹۹۹) جریبه ځمکې او د خواجه دوکوه ولسوالۍ په قزل اياق کلي کې د اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيولې.
هئيت پرېکړه وکړه چې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې د څه باندې نهه سوه نهه نوي (۹۹۹) جریبه ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کميسيون ته واستول شي او همدرانګه د خواجه دوکوه ولسوالۍ په قزل اياق کلي کې د اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې دوسیې په اړه املاکي څېړنې ترسره شي.
دغه راز، په یاده ناسته کې د جوزجان ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS