په ننګرهار ولایت کې له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې، له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
یاد پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست، په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخه ونیسي.