په بادغیس ولایت کې د کابو ۵۸ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل
د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ اړوند په تخچرستان ساحه کې د کابو اته پنځوس (۵۸) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
همداراز، د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د بادغیس ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.