د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو په اړه لازم تصمیم ونیو

barekzai_admin
Mon, Jul 22 2024 11:10 AM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس، شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړلو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نور الحق انور ، د کابل زون د غصب شویو امارتي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې رئیس مولوي محمد انور مدثر، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نور مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په کابل، ننګرهار، خوست، نیمروز، لغمان، جوزجان، کندز او میدان وردک ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات او دوسیې بررسۍ لاندې ونیولې.

په یاده ناسته کې په کابل او ننګرهار کې د ځینو ښارګوټو، مهاجرینو لپاره د سرپناه تعیینولو موضوع او په کابل، خوست، لغمان، جوزجان، میدان وردګ او کندز ولایتونو کې د ځینو امارتي ځمکو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.

کمېسیون پرېکړه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امارتي تثبیت شویو ځمکو باندې لازم پړاونو ترسره شي او هغه دوسیې هم چې زیاتې بررسۍ ایجابوي، بشپړې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS