د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ځمکو د غصب اړوند د کابو ۵۰ دوسیو په اړه د کمېسیون پریکړه

hayat_admin
Wed, Jan 31 2024 11:00 AM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۱۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه. په یاده ناسته کې د نږدې ۵۰ دوسیو په اړه چې په کې څه د پاسه ۱۰۵ زره جریبه ځمکه شامله ده، لازمې پریکړې  وشوې.

په دغې ناسته کې د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني، د کرنې، اوبو لګولو او د مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزارت معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د سترې محکمې استازی شیخ  عبدالصمد حقاني، د امارت د قضایاوو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

په یاده ناسته کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ځمکو د غصب اړوند د کابو ۵۰ دوسیو په اړه چې په هغو کې څه د پاسه ۱۰۵ زره جریبه ځمکه شامله ده بحث وشو.  د دغو ځمکو ډیره برخه په جوزجان، ارزګان، غزني، بلخ، میدان وردک او کندز ولایتونو کې موقعیت لري او کمېسیون د یادو ځمکو ډیرې برخې په اړه چې امارتي تثبیت شوي پریکړه وکړه چې استرداد شي، په اجاره ورکړل شي او یا د هغو اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

دغه راز کمېسیون پریکړه وکړه چې یو شمېر یادې شوې دوسیې اختصاصي محکمې ته محول کړل شي ترڅو موضوعات یې بررسي کړي او په اړه یې وروستۍ تصمیم ونیسي.

دغه راز په یاده ناسته کې د کمېسیون او د ولایتي تخنیکي هیئتونو له خوا د څو موضوعاتو د لازیاتو بررسیو په اړه پریکړه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS