په کندز ولایت کې د ۵۱ جریب امارتي ځمکې تثبیت

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، ۵۱ جریبه امارتي ځمکه د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې امارتي تثبیت او تشخیص کړه.
د یاد هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه او د مرکز عسقلان ساحې او د امام صاحب ولسوالۍ د مراد شیخ باسوس ساحې د ۵۱ جریبه ځمکې راپور په کې وړاندې او تایید شو. د یاد راپور پر بنسټ دغه ځمکې امارتي تثبیت شوې او د هغو دوسیه مرکزي کمېسیون ته واستول شوه.
په دې ناسته کې د ۱۷۰ جریبه نورې ځمکې دوسیه هم بررسي شوه او د هغې د ساحوي بررسۍ لپاره د تخنیکي هیئت ټیمونه توظیف شوو.
هیئت د خپلې نوبتي ناستې څخه وروسته، د کندز د علماوو د شورا له رئیس او غړو سره د هغمږۍ غونډه جوړه کړه او په هغې کې د غصب شویو ځمکو د استرداد پریکړو د تطبیق په اړه بحث وشو. یاد هیئت د علماوو د شورا د رئیس او غړو د مشورې او همکارۍ غوښتنه وکړه او هغوی په دې هکله د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه ورکړه.