په کندز ولایت کې د ۵۱ جریب امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۴:۵۰
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت، ۵۱ جریبه امارتي ځمکه د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې امارتي تثبیت او تشخیص کړه.

د یاد هیئت ناسته د رجب المرجب د میاشتې په ۱۶ نېټه د یکشنبې په ورځ جوړه شوه او د مرکز عسقلان ساحې او د امام صاحب ولسوالۍ د مراد شیخ باسوس ساحې د ۵۱ جریبه ځمکې راپور په کې وړاندې او تایید شو. د یاد راپور پر بنسټ دغه ځمکې امارتي تثبیت شوې او د هغو دوسیه مرکزي کمېسیون ته واستول شوه.

په دې ناسته کې د ۱۷۰ جریبه نورې ځمکې دوسیه هم بررسي شوه او د هغې د ساحوي بررسۍ لپاره د تخنیکي هیئت ټیمونه توظیف شوو.

هیئت د خپلې نوبتي ناستې څخه وروسته، د کندز د علماوو د شورا له رئیس او غړو سره د هغمږۍ غونډه جوړه کړه او  په هغې کې د غصب شویو ځمکو د استرداد پریکړو د تطبیق په اړه بحث وشو. یاد هیئت د علماوو د شورا د رئیس او غړو د مشورې او همکارۍ غوښتنه وکړه او هغوی په دې هکله د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS