د سرپل ولایت د عدلیې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

د سرپل ولایت د عدلیې رئیس مفتي کمال الدین فاضل د رجب المرجب د میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ریاست د حقوقي مرستو آمریت د مسؤولینو په ملتیا د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یادې لیدنې په ترڅ کې له محبوسینو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې او هغوی ته یې له وخت څخه د ګټې اخیستنې او د دیني علومو د زده کړو په برخه کې لازمې توصیې وکړې. نوموړي ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له اړوندو مراجعو سره شریکې کړي.
د سرپل د عدلیې رئیس د یاد ولایت د زندان له آمر سره هم د زندانیانو د ستونزو او د هغوی پر وړاندې د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدینو او د عامه حقوقي پوهاوي مبلغانو د مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او له یادې ادارې څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د سرپل ولایت د زندان آمر هم وویل چې دغه اداره له عدلیې ریاست او د یاد ریاست له مسؤولینو سره هر ډول قانوني همکارۍ ته چمتو دی.