په تېرې یوې میاشت کې څه باندې د ۲۱ زره جریبه امارتي ځمکې استرداد

hayat_admin
Mon, Jan 01 2024 11:08 AM

د هېواد په ۸ ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په اوږدو کې کابو ۲۱ زره او ۵۹۵.۶۷۷ جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.

دغه راز د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې ۴ میلیونو ۱۳۹ زره او ۸۳۳.۸۸۰ جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې تثبیت کړې او په ولایتونو کې يې ۷۷۴ زره او ۲۵۵.۲۶۰ جریبه نوره ځمکه هم تر بررسۍ لاندې نیولې ده. د وروستۍ میاشتې په اوږدو کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په پروان، زابل، کندز او سمنګان ولایتونو کې موقعیت لري.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونو جریبه غصب شویو امارتي ځمکو دوسیې، د ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS