د ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د شپږ ورځني زده کړییز سیمینار جوړول

hayat_admin
Tue, Nov 28 2023 11:47 AM
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د جمادي الاول میاشتې په ۱۱ نېټې د شنبې په ورځ د ختیځ زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز سیمینار د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست په تالار کې جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د امارت د قضایاو د مسلکي زده کړو تر سرلیک لاندې جوړ شوی د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو د عدليې ریاستونو ۲۵ تنو مسلکي غړو ګډون وکړ او د غصب او له هغه سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او اړوندې لایحې، دعوا او د هغې شرایط، د برنامې جوړولو او د ادارې د انسجام په چارو کې د اداري مراسلاتو د اهمیت په اړه لازمې زده کړې ترسره کوي.

د یاد سیمینار په پرانیسته کې د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح خبرې وکړې او د دغه ډول سیمنارونو جوړول یې اغیزمن وبلل.  نوموړي د دغه سیمینار له ترسره کوونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

وروسته د عدلیې وزارت د بشري سرچینو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمد ضیاء خبیب د زده کړه ییزو برنامو د ګټورتوب، اغیزمنتوب او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ګډون کوونکو لپاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت د یاد وزارت د کارمندانو د کاري ظرفیت لوړولو په منظور وخت په وخت دغه ډول برنامې جوړوي او د یاد وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه هلې ځلې کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS