د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Sun, Nov 12 2023 2:30 PM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۷ نېټې د شنبې په ورځ د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رییس محمدي او د یاد ولایت د یو شمېر مدافع وکیلانو په ګډون د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د پکتیا ولایت عدلیې رئیس د یاد ریاست د مدافع وکیلانو د آمریت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مطابق هغوی ته لازې توصیې او لارښوونې وشوې. نوموړي د یاد ولایت مدافع وکیلانو ته وویل چې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې په مطابق، هر وکیل باید په کال کې د بې وزله تورونو ۳ جزايي قضیې په وړیا توګه په مخ یوسي او دفاع کړي.

د پکتیا ولایت عدلیې رئیس د ځانګړې لوحې او مهر د درلودلو، په جزايي قضیو کې د مدافع وکیل د تعیین ډول، له عدلیې ریاست سره د هغو اشخاصو د شهرت شریکول چې په دارالوکالو کې عملي او مسلکي زده کړې ترسره کوي او له جواز پرته د نه فعالیت کولو او د نورو مواردو په تړاو هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

په یاد ناسته کې، د پکتیا ولایت مدافع وکیلانو هم خپل ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې رئیس له لوري په دې برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS