په لغمان ولایت کې ۱۱۲ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Wed, Sep 13 2023 1:26 PM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ نېټې د دوشنبې په ورځ د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په منظور د یاد ولایت علینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې یاد هیئت د علینګار ولسوالۍ نورالام صاحب د درې د اوسیدونکو ترمنځ د ځمکې د دعوا د حل په منظور، د یادې ساحې له مشرانو او مخورو او د دعوا له لورو سره کتنه ترسره کړه او د هغوی خبرې واورویدې. په همدې توګه دغه هیئت د دعوا لاندې ساحه له نږدې ولیدله او د دعوا لوري یووالي او اتفاق ته وبلل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د شریعت او نافذ شویو قوانینو په مطابق به د هغوی موضوع ته رسیدګي وشي.

وروسته تخنیکي هیئت د علینګار ولسوالۍ پړاويي ساحې ته ولاړ او ۱۱۲ جریبه امارتي ځمکه چې یو شمېر اشخاصو ته په اصولي او شرعي ډول په اجاره ورکړل شوې وه، استرداد کړه او د هغې اجاره اخیستونکو ته یې تسلیم کړه.

یاد هیئت د دغې ولسوالۍ ولسوال او د امنیې قوماندان ته لارښوونه وکړه چې له تشخیص او تثبیت شویو ځمکو څخه ساتنه وکړي ترڅو بیا ‎ځل غصب نه شي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS