کندز ولایت کې څه دپاسه ۲۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Mon, Jul 31 2023 8:54 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد ولایت کې څه دپاسه ۲۰۰۰ جریبه ځمکه په هغې کې امارتي تثبیت او تشخیص شوه.

په یاده ناسته کې د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د شورتنګ باسوس ساحې دوسیه بررسي شوه او ۱۹۱۸ جریبه ځمکه د کرنې ادارې د معلوماتو پر اساس د امارتي ځمکې په عنوان تثبیت شوه او د هغې استرداد په برخه کې لازمه لارښوونه صادر شوه.

دغه راز په یاده ناسته کې د علي آباد ولسوالۍ د طاهري ساحې د ۱۸ جریبه ځمکې په تړاو دوسیه او په همدې توګه د قلعه ذال ولسوالۍ د غرجه قشلاق ساحې ۶۵ جریبه ځمکې دوسیه بررسي شوه او یادې ځمکې امارتي تثبیت شوې او لارښوونه ورکړل شوه چې تخنیکي هیئت ساحې ته واستول شي چې د هغې څېړنې بشپړې کړي ترڅو د هغې استرداد په برخه کې په وخت اجراآت صورت وموي.

په یاده ناسته کې د عسقلان ساحې ۱۱ جریبه ځمکه هم استرداد شوه او د هغې د اجارې ورکوونې پړاونو تېرولو په منظور لارښوونه وشوه او پر یو شمېر عرایضو او نورو متفرقه موضوعاتو هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS