د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, May 02 2023 11:57 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یو شمېر عریضې په کې بررسي شوې.

په دغې ناسته کې د جوند ولسوالۍ په پنج بز ساحه کې د یو شخص پر وړاندې د عامه مرعی ځمکې د سلګونو جریبو ځمکو د پلورلو او غصب په اړه د بل شخص عریضه بررسي شوه او عارض شخص وغوښتل شو او مدعی علیه هم جلب کړل شو.

دغه راز د مقر ولسوالۍ اړوند د  یو شخص دعوا هم بررسي شوه او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو.

تخنیکي هیئت د جوند ولسوالۍ د مالدارو قومونو موضوع چې د کرنې مدیریت له څړځای څخه د هغو د ګټې پورته کولو مانع شوی وو هم بررسي کړ او پریکړه وشوه چې د دعوا تر پای پورې هغوی ته د یاد څړځای د ګټې پورته کولو اجازه ورکړل شي.

د قلعه نو ساحه کې د بل یو شخص موضوع هم بررسي شوه او د هغه مقابل لوري ته جلب صادر شو او د مقر ولسوالۍ یو اوسیدونکو ته هم معلوماتي استعلام ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS