د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یو شمېر عریضې په کې بررسي شوې.
په دغې ناسته کې د جوند ولسوالۍ په پنج بز ساحه کې د یو شخص پر وړاندې د عامه مرعی ځمکې د سلګونو جریبو ځمکو د پلورلو او غصب په اړه د بل شخص عریضه بررسي شوه او عارض شخص وغوښتل شو او مدعی علیه هم جلب کړل شو.
دغه راز د مقر ولسوالۍ اړوند د یو شخص دعوا هم بررسي شوه او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو.
تخنیکي هیئت د جوند ولسوالۍ د مالدارو قومونو موضوع چې د کرنې مدیریت له څړځای څخه د هغو د ګټې پورته کولو مانع شوی وو هم بررسي کړ او پریکړه وشوه چې د دعوا تر پای پورې هغوی ته د یاد څړځای د ګټې پورته کولو اجازه ورکړل شي.
د قلعه نو ساحه کې د بل یو شخص موضوع هم بررسي شوه او د هغه مقابل لوري ته جلب صادر شو او د مقر ولسوالۍ یو اوسیدونکو ته هم معلوماتي استعلام ورکړل شو.