د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 02 2023 11:50 AM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امارتي ځمکو د تثبیت او استرداد په اړه په کې بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تخنیکي هیئت په دغې ناسته کې د حج او اوقافو اړوند د خواجه معروف د هدیرې د ساحې د ۱۱۷ جریبه ځمکې د استرداد او په بهارک ولسوالۍ کې د دولتی سپین زر شرکت د ۱۵۱۵ جریبه ځمکې د ملکیت د استرداد د څرنګوالي په اړه چې وړاندې تثبیت شوې بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه راز هیئت شیوه دښتې ته له ګاونډیو ولایتونو څخه د څارویو راتګ په اړه او د اشخاصو لخوا د شیوې څړځای د تخریب او غصب چې د څاریو د خاوندانو او غاصبینو ترمنځ د جنجال او شخړې سبب شوی، بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د هغو مخنیوی وشوي ترڅو د وسلوالۍ نښتې لامل و نه ګرځي.

تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې د شیوې دښتې د عمل پلان ترتیب شي او په همدې اوونۍ کې د هیئت غړي له امنیتي ټیم سره د غصب د مخنیوي او د څړځای د ویجاړولو او د رامنځ ته شوې شخړې د مهارولو په موخه شیوې دښتې ته ولاړ شي.

دغه راز پریکړه وشوه چې ارغنجخواه ولسوالۍ ته لیک واستول شي ترڅو مسوولین دغې ولسوالۍ کې د څړځای د تخریب او غصب مخنیوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS