د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت دناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 02 2023 10:48 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د امام صاحب د لسوالۍ په ګوم کول او د شیرخان بندر په چهل کپه کې د ۱۴۰ جریبه ځمکې د استرداد په اړه، بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د شیرخان بندر په چهل کپه کې د ۱۲۰ جریبه ځمکې موضوع چې امارتي ملکیت دی، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شو. یاده ځمکه د یو شخص په تصرف کې وه. نوموړی د هغې په امارتي توب اعتراف کړی او ځمکه امارتي تثبیت شوه او د یوې مصوبې په ترڅ کې استرداد شوې ده. تخنیکي هیئت د یادې ځمکې د اجارې ورکولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز په یاده ناسته کې، د امام صاحب د ګوم کول د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیه چې امارتي تثبیت شوې او د امام  صاحب د محکمې لخوا تخنیکې هیئت ته رسیدلې، بررسۍ لاندې ونیول شوه. هیئت د متصرف لخوا د زمیندارۍ د سندونو د نه وړاندې کولو او د ځمکو د ادارې د معلوماتو په پام کې نیول سره د یادې ځمکې د استرداد په برخه کې تصمیم ونیو او لارښوونه یې وکړه ترڅو د هغې د اجارې ورکولو په برخه کې اقدام وشي

په دغې ناسته کې، د قلعه ذال ولسوالۍ په چهار چوب کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې د مستاجر د فعالیت د تداوم په برخه کې د هغه له قانوني سندونه سره سم لازم تصمیمونه ونیول شول او دغه راز د کادستر د فني ټیم راپور چې امارتي تثبیت شوې ساحې یې سکیچ او کروکي کړي، واوریدل شو او یاد ټیم ته لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS