پروان ولایت کې له غاصبینو څخه څه دپاسه ۴۰ جریبه ځمکه آزاده شوه

د پروان او کندز ولایاتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شویو هیئتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.
د پروان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او د اوګامتي قوم د ځمکو د قطعې ګڼه، مساحت، اربعه حدود، د غاصبینو شهرت، د آبادۍ ډول او اوسنۍ بیې معلومې کړې او ویې شو کولای چې د بررسۍ په لړ کې ۳۲۷،۱۲۳ جریبه ځمکه او ۷۵ کورونه تصفیه کړي. دغه راز دغه هیئت د اوګامتي او نکاح خیل قومونو ته استعلامونه وویشل.
یاد شوي هیئت، ددغې بررسۍ په ترڅ کې ۴۱،۶۰۷ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه آزاده کړه.
په همدې حال کې، د کندز ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، له اړوندو ادارو او مکمو څخه استول شوې دوسیې بررسي شوې او د یو شمېر افرادو او اشخاصو د ستونزو په اړه هم بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
تخنیکي هیئت د سکیچ، کروکي او بیې ټاکلو له پاره په ګروپونو وویشل شول ترڅو وشي کولای په لږ وخت کې د پام وړ اجراآت ولري.