پروان ولایت کې له غاصبینو څخه څه دپاسه ۴۰ جریبه ځمکه آزاده شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۰:۱۲
.

د پروان او کندز ولایاتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ ددغه هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شویو هیئتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

د پروان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او د اوګامتي قوم د ځمکو د قطعې ګڼه، مساحت، اربعه حدود، د غاصبینو شهرت، د آبادۍ ډول او اوسنۍ بیې معلومې کړې او ویې شو کولای چې د بررسۍ په لړ کې ۳۲۷،۱۲۳ جریبه ځمکه او ۷۵ کورونه تصفیه کړي. دغه راز دغه هیئت د اوګامتي  او نکاح خیل قومونو ته استعلامونه وویشل.

یاد شوي هیئت، ددغې بررسۍ په ترڅ کې ۴۱،۶۰۷ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه آزاده کړه.

په همدې حال کې، د کندز ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، له اړوندو ادارو او مکمو څخه استول شوې دوسیې بررسي شوې او د یو شمېر افرادو او اشخاصو د ستونزو په اړه هم بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تخنیکي هیئت د سکیچ، کروکي او بیې ټاکلو له پاره په ګروپونو وویشل شول ترڅو وشي کولای په لږ وخت کې د پام وړ اجراآت ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر امارتي ځمکه باندې د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د یاد ولایت د مرکز ویدخ سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS