د خوست او جوزجان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Wed, Feb 08 2023 1:31 PM
.

د خوست او جوزجان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شوو هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو برخو څخه هم لیدنه وکړه.

د خوست ولایت تخنیکي هیئت، له پلان سره سم له غونډې څخه وروسته سیګۍ دښتې ته ولاړ، دغو ساحو کې د امارتي ځمکو  د ۳۸ تنو غاصبینو شهرت او مشخصات واخیستل او د هغو جدول يې جوړ کړ.

دغه راز د یادې ساحې یو شمېر خلک او قومې مشران چې دغې ساحه کې  امارتي ځمکې په غیر قانوني ډول تصرف کړي او کار يې پرې پیل کړی وو، د امنیتي ارګانونو لخوا ونیول شوو او د هغوی وسایط کرنې ریاست ته ولیږدول شوو.

.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د هغو اشخاصو په اړه چې عامه مرعی ځمکه يې کښت لاندې راوستې چې اوس یې د اجارې اخیستنې غوښتنه کړې، پریکړه وشوه چې د کمېسیون د مشرتابه لارښوونه پر دغې ځمکه د کښت منع کېدلو پر بنا هغوی ته اعلام شي او له هغوی څخه ژمنه واخیستل شي.

دغې ناسته کې کادستر ټیم په ترکمن قدوع ساحه کې د امارتي غصب شوو ځمکو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او د کادستر ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د کرنې رییس په مشرۍ د یادې ساحې څېړنې او سندونه بشپړ کړي او د هغې دقیق راپور هیئت ته وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS