پنجشیر او خوست ولایتونو کې څه دپاسه ۱۳۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Jan 25 2023 2:22 PM
.

د پنجشیر، خوست او پکتیا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو خپلې ناستې جوړې کړې. د خوست او پنجشیر ولایتونو تخنیکي هیئتونو د ساحو په بررسۍ سره ۱۳۵ جریبه ځمکه دغو ولایتونو کې امارتي تثبیت کړې.

د پنجشیر ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت عنابه ولسوالۍ ته ولاړ او عنابه کلي کې نږدې ۷۸ جریبه د غصب شوو نمرو ځمکه امارتي تثبیت کړه. ددغې ځمکې په ۱۰ جریبو کورونه جوړ شوي او پاتي څلور دیوالي شوي یا سپینې دي.

په دغه ترتیب سره تر دې دمه په مجموع کې ۲۲۹ جریبه ځمکه دغې ولسوالۍ کې امارتي تثبیت او تشخیص شوي دي.

.

په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه د وچ جر ساحه کې د نوو غصب او تصرفاتو په اړه پکې بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه راز په یاده ناسته کې د صبرۍ ولسوالۍ د خلبسات حجرو ساحه کې د ۲۸ جریبه ځمکې په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

یاد هیئت ددغه ولایت د مرکز په پنزايي کې حاضر شو او د پنځو قطعو امارتي ځمکې يې په ۵۷.۶ جریبه مساحت سره تثبیت کړې. یاده هیئت په دغې ساحه کې نوي تصرفات بند او غاصبان يې احضار کړل.

.

پر دې سربېره د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکي ورځ د پلان په اړه بحث وشو او یاد پلان ترتیب شو. دغه راز د واورې د اورښت له کبله سیمه کې د عدم حضور په دلیل، راټول شوي سندونه تر بررسۍ لاندې ونیول شوو ترڅو محکمې ته واستول شي.

دغې ناسته کې د کاري کړنلارې او د هیئت د اړتیا وړ وسایلو د موضوع په اړه هم بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS