د پروان، کاپیسا او پنجشیر عدليې ریاستونو څخه د عدليې وزارت د استول شوي هیئت لیدنه
د عدلیې وزارت استول شوی هیئت د حقوقي مرستو رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ، تېره اوونۍ د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت ددغه سفر په لړ کې د یادو ولایتونو د عدلیې ریاستونو له رییسانو او کارکووونکو سره وکتل او ددغو ریاستونو د فعالیتونو او کړنو له څرنګوالي څخه یې بررسي او نظارت ترسره کړه.
ددغه هیئت رییس مولوي رحمت الله حقاني د عدليې ریاستونو له کارکوونکو سره د کتنې په ترڅ کې د تېرو ۲۰ کلنو جهاد او مبارزې، ازادۍ، د اسلامي امارت د حاکمیت د استقرار، د هېواد په کچه د امنیت د تامین او د ځینو نور مسایلو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ددغه ریاست له کارکوونکوڅخه وغوښتل چې د اسلامي امارت ارزښتونو ته پابنده اوسي.
دغه راز نوموړي ددغو ولایتونو د عدليې ریاستونو له مسوولینو څخه وغوښتل چې د اړتیا وړ سندونه ددغه هيئت په لاسرسۍ کې ورکړي ترڅو نظارت او بررسي په سمه او ښه توګه ترسره شي.
یاد هیئت په دغه سفر کې د یادو ولایتونو د مشرتابه له مقاماتو او ددغو ولایتونو د اړوندو ادارو له رییسانو سره هم وکتل او د عدليې ریاست ستونزې یې له هغوی سره شریکې کړې.
د ولایتونو د مشرتابه مقاماتو او د اړوندو ادارو رییسانو یاد هیئت او عدلیې ریاست سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.