پکتیکا ولایت کې د ځمکې د غصب د مخنیوي د کمېټې دوه یمه ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Mon, Nov 21 2022 1:44 PM
.

پکتیکا ولایت کې د ځمکې د غصب د مخنیوي د کمېټې  دوه یمه  ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۲۴ نېټه د شنبې په ورځ د کرنې رییس په مشرۍ او د عدلیې رییس، د امارت د قضایاو امر او ددغې کمېټې د  نورو غړو په ګډون ددغه ولایت د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د پکتیکا د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب ددغه ولایت په مرکز د ښرنې ښار کې د یو شمېر خلکو له لوري د امارتي ځمکو د غصب په اړه معلومات وړاندې کړل او تصمیم ونیول شو چې په دغې اړه د یکشنبې له ورځې عملي کار پیل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې د تخنیکې کمېټې نورو غړو ځیني موضوعات شریک کړل او پای کې یو تخنیکي او مسلکي ټیم تعیین شو چې ټولې غصب شوې امارتې ځمکې کروکي او تثبیت کړي.

.

دغه راز د ولسوالیو په کچه د اړوندو ریاستونو د مدیرانو په ګډون یو ټیم تشکیل شو چې غصب شوې ځمکې تشخیص او تخنیکي کمېټې له پاره کار ساده کړي.

د یادولو وړه ده چې، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي کمېټې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په چوکاټ کې د ولایتونو په کچه جوړې شوي دي. ددغو کمېټو د جوړیدو موخه، د غصب شوو ځمکو تشخیص، د سندونو راټولول او یاد کمېسیون ته د ولایتونو د ځمکو د غصب قضیو وړاندې کول د پریکړو د تطبیق د کمېسیون له پاره دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS