د عدلیې وزارت استول شوي هیئت د جوزجان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

hayat_admin
Thu, Nov 17 2022 12:00 PM
.

د عدلیې وزارت استول شوي هیئت د عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدلیې له ریاستونو څخه د لیدنې په لړ کې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

ياد هیئت ددغه ریاست څخه د لیدنې پر مهال د جوزجان ولایت له عدلیې رییس مولوي محمد نظر فایق او ددغه ریاست له امرینو او کارکوونکو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د عدليې وزارت هیئت جوزجان ولایت ته ددغه هیئت د سفر موخه د عدليې ریاست د فعالیتونو او د کړنو بررسي، د هغوی د شکایتونو اوریدل او د وړاندیزونو ترلاسه کول وبلل، او په دغې برخه کې یې د عدلیې له رییس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

.

د جوزجان ولایت د عدلیې رییس یاد هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ددغه ریاست د فعالیتونو او اجرااتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه چې ددغه ولایت د عدلیې ریاست د فعالیتونو نظارت او ارزونه د چارو ښه والي او ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې مهم او اغیزمن دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS