د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس په ښیوې ولسوالۍ کې د امارتي ملکیتونو له غصب څخه د مخنیوي په اړه ټينګار وکړ
د ننګرهار ولایت د عدلیې رییس مولوي فاتح الله فاتح د يو ګډ پلاوي په ملتيا د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه ښیوې ولسوالۍ ته ولاړ، له خلکو او ځايي مشرانو سره د کتنې تر څنګ یې د حقوقو مدیریت له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. هغه په دې سفر کې ټینګار وکړ چې هیڅوک او هيڅ مرجع نشي کولای چې د اسلامي امارت ملکیتونه په غیر قانوني توګه تصرف او غصب کړي.
ښاغلي فاتح په دغې ولسوالۍ کې په خپله وینا کې وویل چې د حقوقو مدیریت کارکونکي باید د خلکو کارونو ته ژر تر ژره د اسلامي امارت د اصولو په پام کې نیولو سره رسيدګي وکړي او هیڅوک نباید له خنډ او ستونزو سره مخ شي.
هغه د امارت له هغو ځمکو څخه هم لیدنه وکړه چې پخوا د قومونو لخوا په غیر قانوني توګه غصب شوې وې او خلکو ته یې په خطاب سره وویل چې هيڅوک او هیڅ مرجع نشي کولای چې امارتي ملکیتونه په غیر قانوني توګه تصرف او غصب کړي.
او همدرانګه د ښیوې ولسوالۍ د ولسونو څخه يې مننه وکړه، چې د اسلامي امارت تر څنګ ولاړ او اصولو ته یې تابع دي. د یادې ولسوالۍ مشرانو او خلکو هم د عدلیې رئیس له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د عدلیې له رئیس مولوي فاتح الله فاتح سره یې تعهد وکړ چې د امارت ملکیتونه به امارت ته تسلیم کړي او په راتلونکي کې به هم هیڅ شخص ته اجازه ورنکړي چې د امارت ملکیتونه غصب کړي.
د عدلیې رئیس وویل چې اسلامي امارت به د ولسونو ویناو ته احترام کوي او ډاډ یې ورکړ، چې په قانوني مواردو کې به دهغوی ملاتړ وکړي.
