د حقوقو عمومی ریاست

د حقوقو اداره د عدلیې وزارت په تشکیل کې یوه اساسي او اړینه اداره ده چې خپلې دندې د قانون، د حقوقو د لاسته راوړنو کړنلارې، د حقوقو ادارو د اجراآتو کړنلارې او نورو قوانینو سره سم ترسره کوي او حقوقي خدمتونو ته د هیوادوالو لاس رسی په مدني، سوداګریزو، املاکي، د محکمو د نهائي او قطعي پریکړو تطبیق او تنفیذ زمینه برابروي او د قانون، شریعت حاکمیت په تأمین او عدالت ته د وګړو لاس رسۍ برخه کې څرګند رول لوبوي.

موخې:

  • د حقیقي او حکمي وګړو حقوق د مدني، املاکي، سوداګریز پورونو، فامیلي او عامه حقوقو تر لاسه کول.
  • محکمو کې د قضیو له زیاتیدو څخه د مخ نیوي په منظور، د حقیقي وګړو مدني قضایاو اصلاحي حل او فصل.
  • د عدالت پلي کېدو برخه کې د محکمو نهائي او قطعي پریکړو تطبیق او تنفیذ.

د حقوق د ادارې تاریخي مخینه:

د حقوقو اداره په ۱۳۰۰ ه.ل کال کې لومړي ځل له پاره د عدلیې وزارت په تشکیل کې  منظوره شوه د حقوقو دغه مدیریت هغه وخت د مرکز او ولایتونو د محکمو کلني راپور د ټولولو او توحیدول دنده لرله، همدا راز د محکمو او د عدلیې وزارت مقام تر منځ د اړیکو پل په څېر هم وو، ځکه هغه وخت  دریګونه قوواوې یعني اجرائیه، مقننه او قضائیه قواوې د افغانستان دولت کې  جلا شوې نه وې او محکمو د عدلیې وزارت تر واک لاندې دنده ترسره کوله. د حقوقو مدیریت جوړولو او یادو دندو ترڅنګ یې د مدني او سوداګریزو دعواوو دواړو خوواو ته رسیدګي او بررسي او د ټبر د مشرتابه، سپین ږیرو او اهل خبره خلکو له لارې شخړې حل او فصلول.

د امیر امان الله خان سلطنت څخه وړاندې افغانستان کې د حقوقي موضوعاتو د حل او فصل اړونده ادارې شتون نه درلود، یوازی د قضأ او عسکري برخه کې ساده او بسیط دفترونو شتون درلود، چې حقوقي موضوعات اکثراً د علماوو، قومي مشرانو  د هر قوم او ټبر چې بیلابېل دودونه یې درلودل د اسلامي شریعت او د هر ماحول له عرف سره سم  یې حل او فصلولې. په ۱۳۸۴ ه.ل کال د حقوقو ادارو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پروسې پلي کیدو څخه وروسته د عامه حقوقو پوهاوی چې لومړی د مدني تعلیماتو ، خبرتیاوو او خپرونو د ارشدو آموزګارانو له بوردونو څخه جوړ؛ د حقوقو لوی ریاست د تشکیل برخه وګرځېده. همدا راز د مشورتي بورد پر ځای؛ د مدني حقوقو د کارپوهانو بورد چې املاکي، فامیلي، پورونو او سوداګرۍ کمېټو څخه جوړ و د حقوقو لوی ریاست کې منځ ته راغی او د حقوقو ریاست اداري مدیریت په مرکز او ولایتونو کې لوی مدیریت ته ارتقأ وکړه او د سندونو او اړیکو په نوم یاد شو. د عامه حقوقو پوهاوي مبلغ غړي د ولایتونو د درجې او نفوسو په پام کې نیولو سره د مرکز او ولایتونو د حقوقو ریاست په تشکیل کې زیات شو. همدا راز په همدې کال د کابل ولایت ښارونو ناحیېو د حقوقو مدیریتونو تکشیل په (۲) درجه بست کې آمریت ته ارتقأ وکړه او یو تن د عامه پوهاوي غړی د هر آمریت تشیکیل برخه وګرځید.  سربېره پر دې د کابل ولایت د (۱۷) ناحیو د حقوقو آمریت او د مدني کارپوهانو لوی مدیریت چې  ۳ تنه مسلکي غړي او ۳ تنه د عامه پوهاوي غړي، د کابل ولایت د حقوقو ریاست په ۱۳۸۴ ه.ل تشکیل کې زیات شول، د کابل ولایت د څوارلسګونې ولسوالیو او د هیواد نورو ولسوالیو د حقوقو مدیریت لوی مدیریت ته ارتقأ وکړه.  د هیواد (۳۴) ولایتونو د عدلیې ریاستونو جوړیدو وروسته په ۱۳۸۷ ه.ل کال د ولایتونو د حقوقو ریاستونو د کابل د حقوقو ریاست په استثنأ، آمریتونو ته ښکته شول او د عدلیې وزارت نورو شعبو په څېر د عدلیې ریاستونو د تشکیل برخه وګرځیده.

په ۱۳۸۸ ه.ل کال د عدلیې وزارت اړوندو ادارو کې د تنخواو د رتبې سیستم پلې کېدو څخه وروسته، په ځانګړي ډول د حقوقو اداري، د کابل ولایت او د حقوقو لوی ریاست د مرستیالانو پوستونه له منځه ولاړل او پر ځای یې د کابل ولایت د حقوقو ریاست د مرستیالانو پوستونو پر ځای د حقوقو ښاري او اطرافي آمریتونه جوړ شول او د کابل ناحیو د حقوقو آمریتونه لوی مدیریتونو ته ښکته او مدني حقوقو د کارپوهانو لوی مدیریت هم د سوداګرۍ او مدني حقوقو د کارپوهانو مسلکي غړو په چوکاټ کې چې ۳ تنه غړي یې لرل، را ښکته شو.

د حقوقي ادارو جوړښټ:

د حقوقو ادارې چې سر کې یې د حقوقو لوی ریاست ځای لري، د هیواد (۳۴) ولایتونو کې دوه یمي واحدونه او د ولایتونو ټولو ولسوالیو او د کابل ښار (۱۷) ناحیو (د کابل ولایت د حقوقو ریاست په چوکاټ) کې درېيمي واحدونه لري په دې توګه د حقوقو ادارې د حقوقو لوی ریاست، د ولایتونو واحدونه، د کابل ښار، ښاري ناحیې او ولسوالۍ په کې شاملې دي. د حقوقو ادارو اجراآت او فعالیتونه د شریعت حکمونو او د قانون موادو، د حقوقو ترلاسه کولو د څرنګوالي کړنلارې او د هیواد نور قوانینو، د دندو د لایحې او کارې پلان په رڼا کې پر مخ وړي د حقیقي او حکمي وګړو مدني او سوداګرۍ استول شو قضیو ته رسیده ګي کوي.

دغه ریاست چې عمده موخې یې د اړوندو ادارو د شعبو  انسجام او مشرتابه او له حکمي او حقیقي وګړو څخه سوداګریز او مدني حقوق ترلاسه کول جوړوي، په مرکز کې اداري، مسلکي او د واحدونو له اجراآتو څخه نظارت او ارزولو تشکیلات دي.

 

۲- د (۴) رتبې بست اداري مدیریت: ۱ تن مدیر او ۲ تنه د ۶ درجې بست مأمورین لري چې دندې یې په لاندې توګه دي:

  • د ریاست مقام ته د وارد شوو حکمونه او لیکوونه  د مرحلو بشپړول او د راتلونکو اجراآتو له پاره د لارښوونې اخیستل.
  • د لارښوونو ترلاسه کولو له پاره د حقوقو لوی رئیس ته د لیکوونو، وړاندیز لیکوونو، فرمانونو، مصوبو او نورې حقوقي دوسیې وړاندې کول.
  • بېلابېلو مراجعو ته د استول شو سندونو په خپل وخت د چارو د اجراآتو د څرنګوالي تعقیب او څیړل.
  • د ولایتونو د حقوقو ربعوارو کړنو راپورونه توحیدول او د عدلیې وزارت مقام ته یې وړاندې کول.
  • د حقوقي واردې او د لیکونو او سوابقو د دوسیو کارتن کې ترتیبول، د لیکونو رسیدونه واردول او د هغو صادرول.
  • په اداري ناستو کې د منشي په حیث ګډون.

۳- د مدني حقوقو کارپوهانو د آمریت بورد، ۱ تن آمر په (۳) رتبې بست کې، ۶ تنه مسلکي غړي په (۴) رتبې بست کې چې درېګونه کمېټو (املاکي، فامیلي او سوداګریز پورونه)  دوه- دوه تنه غړي لري.

د مدني حقوقو کارپوهانو د آمریت بورد اړیني دندې په لاندې توګه دي:

  • د اجراآتو ښه والي له پاره  کمېټو کې د دعوا دواړو لورو څخه نظارت، کمېټو ته د قانوني مشورو ورکول.
  • اړونده کمېټو ته د حقوقو لوی ریاست له حکمونوڅخه وروسته د دوسیو او عریضو استول.
  • له کمېټو څخه کاري راپور اخیستل او د حقوقو لوی ریاست ته یې وړاندي کول، د اړوند آمریت د پروګرامونو د موخو پلي کیدو ارزول.
  • د اړوند آمریت د موخو لاسته راوړلو او پروګرامونو پلي کیدو مشرتوب، مراقبت، د اړوند آمریت کارکوونکو ته لارښوونه او تصمیم نیول.
  • د اړونده ادارې لاس ته راوړنې او پروګرامونو په برخه کې د فني او مسلکي مشورو ورکول.

الف: املاکي کمېټه: د دې کمېټې عمده دندې په لاندې توګه دي:

  • د ولسوالیو او د ولایتونو واحدونو اړونده قضیو د رسیدلو شکایتونو او عریضو بررسي او رسیده ګي او د هغه پلي کیدو او نظارت هیئت په ترکیب کې ګډون.
  • املاکي موضاعوت اړونده حقوقي قضیو کې نظر ورکول او راپور وړاندې کول.
  • د هغو املاکي موضوعاتو ارزول او بررسي چې له ولایتونو څخه د بررسۍ او نظر غوښتلو له پاره استول  کیږي.
  • د املاکي مسایلو د محکمو نهائي او قطعي پریکړو او مثبته حقوقي  سندونو په تنفیذ او تطبیق کې، د کمېټې غړو ګډون او ونډه اخیستل.
  • په ولایتونو او ولسواليو د املاکي موضوعګانو په بررسۍ کې د کمېټې د غړو ګډون.
  • په املاکي قضیو کې د قضیې مصالحې او حل او فصلولو له پاره د دواړو لور دعوتول.

ب: د پورونو او سوداګرۍ کمېټه: چې لاندې دندې لري:

  • د پور او سوداګرۍ برخه کې شکایتونو، استهداآتو او حقوقي عریضو ته رسیدګي.
  • د قانون پر مخ د داین ثابت حقونه ترلاسه کول او د پور او سوداګرۍ موضاعتو اړونده د محکمو قطعي او نهائي حکمونو پلي کول.
  • د قضیې دواړه لوري د مصالحې له پاره دعوتول او د هغوی اصلاحې ناسته کې ګډون.

ج: فامیلي کمېټه: د دې کمېټې دندې په لاندې توګه دي:

  • د  وارد شو حقوقي عریضو او دوسیو بررسي او پلټل د فامیلي اړوند موضوعاتو او دغه راز موضوعاتو کې د ولایتونو حقوقو ادارو استهداآتو ته ځواب وړاندې کول.
  • د ماشومانو سرپرستي او حضانت مسائیلو ته رسیده ګي.
  • د فامیلي شخړو حل او فصلولو کې هڅه او هاند کول او د مصالحې له پاره د قضیو دواړو لوري دعوتول.

۴- د خپرونو او خبرتیاوو لوی مدیریت:  ۱ تن لوی مدیر په (۴) رتبې بست کې، ۲ تنه غړي (۵) رتبې بست کې لري. د خپرونو او خبرتیاوو لوی مدیریت د عدلیې وزارت د مشرتابه محترم مقام شورا د  ۷/۲/۱۲۹۸ کال (۲) ګڼې مصوبې د حقوقو پوهاوې خپرندوي د خبرتیاوو لوی مدیریت غړو سره چې یاد مسوؤلیت یې درلود، د حقوقي مرستو له لوی ریاست څخه لري او د حقوقو لوی ریاست تشکیل کې شامل شو.

دندې یې په لاندې ډول دي:

  • د مسلکي مدیریت غړو له اجراآتو څخه څارنه د حقوقي پوهاوي میاشتنۍ لا ښه والي له پاره د برنامو او لیکنې هیئت او قلمي همکارانو څخه د برنامو او حقوقي مقالو ټولول.
  • د لیکنې هیئت ناستې جوړول د حقوقي مقالو سمون، د حقوقي پوهاوي میاشتنۍ ډیزاین او د  چاپ له پاره یې خپرونو ریاست ته استول.
  • د حقوقي پوهې لوړولو په غرض د عدلیې وزارت مرکزي او ولایتي ریاستونو ته د حقوقي پوهاوي میاشتنۍ ویشل.

۵- د قضایاو د ثبت سیستم لوی مدیریت (۱) د (۴) رتبې بست لري چې دندې یې په لاندې توګه دي:

  • د قضایاو د ثبت سیستم کې د ولایتونو او محکمو استول شوې دوسیې ثبتول.
  • اړوند مقام ته د دوسیو د جریان راپور ورکول.

د کابل د حقوقو ریاست او آمریتونه:

د کابل ولایت د حقوقو ریاست، خپل ځانګړی تشکیل لري چې خپل تشکیل کې  ۱ تن د اداري مدیریت (۵) رتبې بست او ۲ تنه غړي (۶) بست او همدا راز، شپږ آمریتونه (مدني چارو کې د محکمو قطعي حکمونو د تطبیق (پلي کېدو) آمریت، د لمړۍ حوزې آمریت، د دوه يمې حوزې آمریت، د درېيمې حوزې آمریت، د څلورمې حوزې آمریت او اطرافي آمریت) لري.

د لومړۍ درجې ولایتونو د حقوقو ریاستونه:

د هیواد  د اوه ولایتونو (هرات، کندهار، کندز، بدخشان، ننګرهار، بلخ او پکتیا) کې د حقوقو آمریتونه چې په سر کې یو تن د حقوقو آمر په (۳) بست کې شتون لري، د مدني حقوقو مسلکي کارپوه دو تنه غړي په (۴) رتبې بست کې  او یو تن د (۶) رتبې بست اداري مأمور څخه جوړ دي.

د دوه یمې درجې ولایتونو د حقوقو آمریتونه:

د دغو ولایتونو د حقوقو آمریتونه چې پکې ( کاپیسا، پروان، غزني، جوزجان، هلمند، فراه، فاریاب او تخار) شامل دي د لومړۍ درجې ولایتونو د حقوقو آمریتونو په څېر دي، په دې توپير سره چې د دوه ېمې درجې ولایتونو د حقوقو آمریتونو کې د سوداګرۍ او مدني حقوقو کارپوه یواځې یو غړی په پام کې نیول شوی دی.

د درېيمې درجې ولایتونو د حقوقو آمریتونه:

د هیواد د درېیمې درجې د حقوقو آمریتونه چې (۱۷) ولایتونه ( بامیان، پنجشیر، میدان وردک، دایکندي، غور، ارزګان، زابل، لغمان، خوست، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، کنړونه، نورستان،لوګر، سرپل او سمنګان) پکې شامل دي، د لومړۍ او دوه یمې درجې د حقوقو آمریتونو د تشکیل په خلاف د اداري مأمور بست په پام کې نه دی نیول شوی او حقوقو آمریتونو پاتې تشکیل د لومړۍ او دوه یمې درجې ولایتونو په څېر دی، یعني یواځې یو تن د بخش آمر او یو تن د سوداګرۍ او مدني حقوقو کارپوه مسلکي غړی لري.

همدا راز، د هیواد د ټولو ولایتونو ولسوالیو په تشکیل کې  د کابل ولایت څوارلسګونو ولسوالیو په شمول بې له دې چې درجه او د نفوسو شمېر په پام کې ونیول شي، د حقوقو لوی مدیریت په پام کې دی؛ چې یو تن د (۴) رتبې بست مدیر او یو تن د (۵) رتبې بست د سوداګرۍ او مدني حقوقو مسلکي  غړی هم پکې شامل دي.