د آلمان د همکاریو دفتر، د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون د شرحې ۱۸۰۰ ټوکه کتابونه د عدليې وزارت ته وسپارل

په افغانستان کې د آلمان د همکاریو د دفتر د قانون له واکمنۍ څخه د ملاتړ پروژې (GIZ) د حقوقو د ترلاسه کولو د ډول د قانون د شرحې یو زرو ۸۰۰ ټوکه کتابونه چې نوې برابر او چاپ کړی دی، په رسمي ډول د عدليې وزارت ته وسپارل.
د آلمان د همکاریو د دفتر د کابل د بر خې رئیس دغه شمېر کتابونه د سلواغې د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عدليې وزارت اداري معین ګل محمد ګلزي ته وسپارل.
د عدليې وزارت اداري معین، د عدليې وزارت له بیلابیلو برخو سره د دغه دفتر له همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه او دغه وزارت سره يې د دغه دفتر د لازیاتو همکاریوغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده د حقوقو د ترلاسه کولو د قانون شرحه له عدلي او قضايې بنسټونو مسلکي کارکوونکو ته او د حقوقو او شرعیاتو د څانګو له محصلانو سره مرسته کوي چې د دې قانون اړوند حکمونه او موارد په تفصیلي ډول مطالعه کړي.