د عدليې وزارت د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس وپیژندل شو.
د عدليې وزارت د مالي او اداري چارو معین ګل محمد ګلزي د دې وزارت د سمون د لوی ریاست د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو رئيس متین ولی زاده معرفي کړ.
ښاغلي ولي زاده د آزادې سیالۍ د بهیر له تېرولو او د جمهوري ریاست د حکم له منظورۍ سره د عدليې وزارت د سمون د لوی ریاست د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو د رئیس په توګه وټاکل شو.
د عدليې وزارت د اداري او مالي چارو معین ګل محمد ګلزي د دې ادارې رئيسانو او کارکوونکو ته د ښاغلي ولي زاده د ورپېژندنې په ترڅ کې او هغه ته د مبارکۍ تر څنګ، د سمون د لوی ریاست د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست د دغه وزارت یو له مهمو او بنسټیزو برخو څخه وباله.
هغه د دې ادارې له رئیس څخه وغوښتل ترڅو د دغې برخې د کاري بهیر د ښه والي په لاره کې هڅه وکړي.
د عدليې وزارت معین د دې وزارت د چارواکو او رئیسانو له ملاتړ څخه د جمعیتونو او د ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس ته ډاډ ورکړ او خلکو ته د خدمت په لاره کې ورته د لازیاتو بریالیتوبونو استدعا وکړه.
د عدليې وزارت د سمون د لوی ریاست سرپرست هم د دې وزارت د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو د رئیس د پيژندنې پر مهال، هغه ته د مبارکۍ تر څنګ، د دې برخې د کاري بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ او ښاغلي ولي زاده ته یې د لا بریاوو هیله وکړه.
د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس د عدليې وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ، د دې برخې د چارو د ښه والي لپاره د لا زیات کار او هڅو ژمنه وکړه.
ښاغلی متین ولي زاده د عمومي حقوق په څانګه کې ماستري لري.