د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست کاري بهیر

عمومي معلومات:

د ا.ا.ا  د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق په برخه کي لاندې دندې او واکونه لري:

۱- د هیواد په رسمي ژبو او د اړتیا په صورت کې په بین المللي ژبو د قوانینو، تقنیني فرمانونو، مقررو، اساسنامو، تعدیل، ایزاد، الغا او په هغې کې ضمیمه کولو او د ا.ا.ا د کابینې د تقنیني او د ملي شورا مصوبو ژباړل.

۲- د هیواد په یوې رسمي ژبې او د اړتیا په صورت کې د نورو هېوادونو د قوانینو ژباړل.

۳- د قانون له حکمونو سره سم د غوښتنې په صورت کې د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق.

د قانون جوړونې په چارو کې د ګټې اخیستنې په موخه د هېواد په رسمیو ژبو د نورو هیوادونو د تقنینی سندونو ژباړل صورت مومي. پر دې سربېره د رسمي سندونو د سمې ژباړې تصدیق چې تذکرې، قبالې، نکاح خط، طلاق خط، مجرد خط او تحصیلي سندونو پکې شامل دي، د عدليې وزارت له مسؤلیتونو څخه دي چې دواړه یادې شوې برخې د دغه وزارت د رسمي سندونو د ژباړې او تصدیق بورد له خوا په مخ وړل کیږي.

د تقنینی سندونو د ژباړې اړوند برخې د عدليې وزارت د ژباړې بورد په ریاست کې ترسره کېږي او د رسمي سندونو د تصدیق برخه د دغه ریاست په شهر نو(حج او اوقافو ریاست ته مخامخ) او د حضوري چمن په ساحې کې (د چتر واحد غرفې) د کابل ښار په نمایندګیو کې له پړاوونو څخه تېریږي.