په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو په تېر یوه کال کې له اړمنو سره څه دپاسه یو میلیارد افغانۍ مرستې کړې دي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۰:۳۱
.

 د اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شويو خيريه بنسټونو د ۱۴۰۳ هـجري لمریز کال په ترڅ کې د اړوندو ادارو په همغږۍ د هېواد په کچه اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره څه‌باندې ۱ميليارد او ۱۱۰ميليونه افغانۍ، څه باندې ۳۸۲ زره ډالر، ۲۰۳۰ یورو او ۵۰۰ زره کلدارې مصرف کړي دي.
د یادو خیریه بنسټونو د مالي راپورونو له ‌مخې، دا مرستې په خوراکي او غير خوراکي توکو، درملو، روغتيا،  ښوونې، حرفوي زدکړو، لوړو زده کړو او د کارموندنې په برخو کې لګول شوي او راستنېدونکي کډوال، یتیمان، کونډې، د طبیعي پېښو زیانمن او نور اړمن کسان هم ورڅخه برخمن شوي دي.
دا مرستې په دغه وزارت کې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونه لخوا ترسره شوي چې ۶۵ بنسټونه په کابل او پاتې نور یې په ولایتونو کې فعالیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS