د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴ دفترونه نظارت او بررسي کړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، رسمي سټې، مهرونه او نور اړین اسناد بررسي شوي چې په پایله کې یې ۸ دفترونه د غیرقانوني فعالیت او یو شمېر سرغړونو له امله تړل شوي دي.
دغه راز د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست په همدې موده کې ۱۷۳ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۵۸ نور جوازونه یې تمدید کړي دي.
په یادې میاشت کې د معاملاتو لارښوونې ۳۲۱ تنو متصدیانو ته د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي برنامې تطبیق شوي او لازمې زده کړې ورکړل شوې دي.
له بلې خوا، د هېوادوالو ۹۸ عریضو او شکایتونو ته چې کورونو د کرایې او نورو چارو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو، رسیدګي شوې ده.
