د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت غړو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۲:۵۳
.

د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنیکي هيئت سکرتريت د یاد هیئت غړو لپاره د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون په هکله زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ جوړه شوه، د تخنيکي هیئت غړو لپاره د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هیئتوتونو طرزالعمل، د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد مرکزي کمېسيون د دندو د لایحې او صلاحيتونو او یو شمېر نورو اړينو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، په دې برنامه کې د تخنيکي هيئت رئيس د کاري چارو پر چټکتيا او له اړوندو ادارو سره د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
Background image

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS