د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
.

 د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۸ مه نېټه پنجشنبې په ورځ، د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس قاري شکرالله احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پکتیکا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۰
Background image

له راستنېدونکو کډوالو سره د معاملاتو لارښوونې د دفترونو پر جدي همکارۍ د پکتیا د عدلیې رئیس ټینګار

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

په کندز ولایت کې د کابو ۳۴۰ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۱۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په بلخ ولایت کې د ۲۸۵ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مزار شریف په شمال. . .

BACK TO NEWS