د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو د آمریت او د کندز ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمر مولوي ګلبدین رهبر او له هغه سره مل پلاوي د جماديالثاني د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مولوي نور محمد نوري سره وکتل.
په دې کتنه کې، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت د کندز ولایت په محکمو کې د مدافع وکيلانو د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندز ولایت د استیناف محکمې رئیس، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت فعالیتونه او کړنې وستایلې او په محکمو کې یې د مدافع وکيلانو ستونزو ته د رسيدګۍ ډاډ ورکړ.