په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۴۵ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۱:۴۶
.

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۹ اتحادیو، ۱۷ خیریه بنسټونو، ۱ شورا او ۱ سازمان فعاليتونه نظارت او بررسي کړل.

مؤظف پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې د یوه سازمان، یوې شورا او د ۳ اتحادیو دفترونه چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړل.

هیئت د اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي. همداراز هیئت له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS