د کنړ ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل
د کنړ ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي روح الله روحانی په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤولينو ته اړينه ده چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي او په جعلي اسنادو له معاملو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤولينو هم په خپلو کاري چارو کې شته ستونزې شرېکې کړې او د حل غوښتونکي یې شول، چې د عدلیې رياست له لورې ورته د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.