په څلورو ولایتونو کې ۱۰۱۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې شوې

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۴۱
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي امریتونو یې په درېیو نورو ولایتونو کې ۱۰۱۰ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.

دغه برنامې چې د ذوالقعدې او ذوالحجې د مياشتو په ۲۸ مه او لومړۍ نېټه د پنجشنبې او شنبې په ورځو د مرکز په ګډون غور، بادغیس او پکتیا ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۵
Background image

د عدليې وزير د خصوصي روغتونونو له یو شمېر مسئولینو سره ناسته وکړه

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي د يوې ناستې په ترڅ کې د يو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئولينو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه يې له هغوی سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۴:۴
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د شوال د میاشتې په ۱۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر مسئولينو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسئولينو تر منځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS