د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومی ریاست د دوو دیپارتمنتونو نوي رئیسان معرفي شول

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۳:۶
.

د قانون جوړونې د چارو عمومي رياست، د اقتصادي او مالي ديپارتمنت او د بشري حقوقو او نړيوالو قوانينو ديپارتمنت لپاره نوي رئيسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزرا عالي مقام د منظورۍ په اساس پر دغو دندو ګمارل شوي، د یوې غونډې په ترڅ کې د دغو رياستونو کارمندانو ته وروپېژندل شول.

 په دې غونډه کې چې د شوال د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د بېلابېلو برخو رئیسانو او مسؤولینو په  ګډون سره جوړه شوه، د یاد وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي رئیس مفتي فضل‌هادي صاحب‌زاده، نصر الله عمر هشام  د یاد رياست د بشري حقوقو او نړيوالو قوانينو ديپارتمنت د رئيس او مولوي ممتاز الله نواب یې د اقتصادي او مالي ديپارتمنت د رئیس په توګه د یادو ریاستونو کارمندانو ته معرفي کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS