د عدلیې وزارت د ۱۱ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو غیرقانوني فعالیتونه ودرول

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیت په بررسۍ سره د ۱۱ دفترونو فعالیت چې خیریه بنسټونه، اتحادیې او شوراګانې په کې شاملې دي، بند کړ.
د عدلیې وزارت د جمعیتونو او د ټولنیزو ټولنو د چارو ریاست د څارنې پلاوي د یادې مودې په ترڅ کې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه ۳۲ اتحادیې او خیریه بنسټونه، څارنې او بررسۍ لاندې ونیول چې د فعالیت جواز
نه درلودلو او یا د جواز د مودې پای ته رسېدو په دلیل د ۲ اتحادیو، ۸ خیریه بنسټونو او د یوې شورا د فعالیت مخنیوی وشو.
دغه راز یاد پلاوي د زرګرانو له اتحایې څارنه او بررسي ترسره کړه او د ستونزو د لري کولو، شکایتونو ته د رسیدګۍ او د یادې اتحادیې د خدماتو د بررسۍ په موخه یې نظر سنجونه وکړه.
د څارنې پلاوي د خیریه بنسټونو او اتحادیو د بررسۍ په ترڅ کې د هغو مسؤولینو ته د اسلامي امارت اصولو او پالیسۍ ته د پابندۍ، عدلیې وزارت ته د خپلو فعالیتونو د راپور وړاندې کولو، په وخت د جواز تمدیدولو او د نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته چې غیرقانوني فعالیت ترسره نه کړي.