د مدافع وکیلانو د فعالیت جواز د تمدید په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هغو محترمو مدافع وکیلانو ته چې د فعالیت جواز مودې څخه یې څه باندې ۴۵ ورځې تېرې شوي، خبر ورکوي چې د هغوی د جواز د تجدید غوښتنلیک د اخیستو بهیر، د ۱۴۰۲ کال د سلواغې د میاشتې په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ پیلیږي او د سلواغې د میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې دوام لري.

یاد شوي وکیلان دې تر یادې شوې نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د ځنډ دلیل په څرګندولو او د سندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته وسپاري او د ټاکلې نېټې څخه وروسته به یې هیڅ ډول دلیل و نه منل شي.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۹ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۹ دوره د ربیع اوالاول (سنبلې) د میاشتې په ۱۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۹ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع اوالاول د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د وږي (سنبلې) د میاشتې له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، د ۱ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۷:۵۴
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د زمري (اسد) د میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې په . . .

Back to announcements